د مرکزي زون د ولسواليو د کليوالي اقتصاد د پرمختيا ملي پروګرام همغږو کونکو ته څلور ورځني ښوونيز ورکشاپ جوړ شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۵:۳۱
WEERDP

د د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پرمختيا ملي پروګرام WEERDP  هغو کارکونکو لپاره چې د کابل، پنجشير، کاپيسا او پروان ولايتونو په ولسواليو کې د پروګرامونو د همغږه کولو دنده پر غاړه لري، د تدارکاتو، مالي او اړيکو په برخو کې ورته يو څلور ورځني ښوونيز ورکشاپ پيل شو.
ګډونوال له يادو ولايتونو د اړينو مهارتونو د زده کړې لپاره د پروګرام مرکز يانې کابل دفتر ته راغلل. په لومړۍ ورځ د کليوالي اقتصاد د پرمختيا د ملي پروګرام عملياتي مشر محمد وحيد ابراهيم زاده ددغو کارکونکو ددندو پر مهيمو برخو رڼا واچوله، او ټينګار يې وکړ چې په ټاکلو ولسواليو کې دا پروګرامونه په ښه ډول پلي کړي.
ورکشاپ د زمري مياشتې پر ۱۲مه نيټه پيل شو چې د همدې مياشتې تر ۱۵مې نيټې به روان پاتې پاتې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۱
Background image

په کونړ ولايت کې د ۴.۹ ميليونه افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو يوه شبکه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

 د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت په کليوالي سيمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له طريقه د يونيسف ادارې په ۴.۹ ميليونه افغانيو مالي مرسته د کونړ ولايت داسمار ولسوالۍ په سويرداګ. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

د لغمان په مرکز کې د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۲۰ متره ګبيون ډوله ديوال د جوړولو چارې روانې دي

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د سيمه ييز پروګرام له لوري د لغمان مرکز په حيدرخانې سيمه کې د دوه ميليونه افغانيو په ارزښت د ۲۲۰ متره ګبيون ډوله ديوال د جوړولو چارې روانې دي، چې په. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۳۰ - ۱۰:۳۹
Background image

په کندهار کې د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز پروژه بشپړه شوه

په کندهار ولایت کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کاریز پروژه چې څه باندې ۵ میلیونه افغانۍ پرې لګیدلي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. ​​​​​​​د. . .

BACK TO NEWS