د خوست په ولايت کې د ۱۴ ميليونه افغانيو په لګښت د کرنيزو ځمکو  د اوبو کولو کارېز چارې بشپړې شوې

content_manager
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۹ - ۹:۵۵
خوست

د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت سيمه ييزو پروګرام د څه باندې 14 ميليون افغانيو په ارزښت د اوبو رسولو د کاريز چارې د خوست د صبري يعقوبي ولسوالي په زمبر کلي کې بشپړې کړې.
دغه کاريز چې له ملي بوديجې تمويل شوي په يوه ثانيه کې د ۱۹۰ ليتره اوبو د ورکړې ظرفيت لري چې د سيمې ۱۳۰۰ جريبه زراعتي ځمکه به د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.
د يادونې وړ ده چې د دغه کاريز د رغولو پر مهال ۷۱۳۷ کاري ورځې رامنځته شوي او د سيمې ۱۴۰۰۰ اوسيدونکي به ترې ګټه پورته کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS