د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د تدارکاتو قانون دري څلویښتمې مادې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزارت په پام کې لري څو د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ ټکنالوژي پارک کې د سولر پمپ پرمټ د اوبو رسولو سیسټم جوړولو پروژې تړون چې MRRD-17/AIRD-1/MOF/NCB/KBL/1403 کوډ نمبر لرونکی دی د صنعت او سوداګري وزارت د 94655 نمبر جواز لرونکی بلخ تخار زرغون ساختماني شرکت ته په 551،380.00 (پنځه سوه او یو پنځوس زره او درې سوه او اتیا افغانۍ)اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر اوو (7) ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې احکامو سره سم، نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یاد شوي نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.