داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

noor_admin
1

د خپریدو نېټه

د پای نېټه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تهیه او تدارکاتو ریاست ټولو وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د کابل ولایت د ده سبز ولسوالۍ ټکنالوژي پارک کې د سولر پمپ پرمټ د اوبو رسولو سیسټم جوړولو داوطلبۍ بهیر کې چې MRRD-17/AIRD-1/MOF/NCB/KBL/1403 کوډ نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، د شرطنامې اړوندو اسنادو یو نقل دې د فلش ډیسک له لارې د 1403 کال لړم (عقرب) میاشتې له 17 نیټې څخه د 1403 کال لیندۍ (قوس) میاشتې تر 10 نیټې (د سهار له 9 بجو څخه د رسمیاتو تر پایه)  پورې لاسته راوړي او خپل آفرونه د تړون د درج شویو شرایطو سره سم په تړلي ډول د آفر سپارلو سره سم د 1403 کال قوس (لیندۍ) 10 نیټې شنبې ورځ د سهار په 10:00 بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د ودانۍ تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

یادونه 1 : ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

یادونه 2 : د آفر تضمین (15000 پنځلس زره افغانۍ) د غیر مشروط بانکي تضمین په بڼه دی او د آفر تضمین د اعتبار موده باید د آفر د اعتبار مودې څخه 28 ورځې زیات وي.

نورې داوطلبی

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۴۹
Background image

د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا

په دې توګه د تدارکاتو قانون دري څلویښتمې مادې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږي څو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ یو پایه سیفوس فایروال سره د درې . . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۹:۲۸
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا

 د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي څو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ یو پایه سیفوس فایروال . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۹:۳۰
Background image

خبرتیا

په دې توګه د تدارکاتو قانون دري څلویښتمې مادې 2 فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري څو د اداري او خدماتو ریاست د (186) تنه کارګرانو، . . .

Back to tenders