د کاپيسا ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د پروژې چارې پیل شوې

noor_admin
Thu, May 25 2023 11:29 AM
2

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر او نظارت لاندې، د (UNOCHA) دفتر په مالي مرسته او د (OCCD) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د کاپيسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په ظفرخیل قزاق کلي کې د ( 6,873000 ) افغانیو په لګښت د سولر پمپ سیسټم سره سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پیل شوې.

په یاده پروژه کې د (۱۱۰) متر په عمق سره د ژورې څاه کیندل، د (۱۵) متر مکعب په ظرفیت سره د یوې کانکریټي اوسپنې ذخیرې جوړول، د (۸) صحي مبرزونو جوړول، د څښاک پاکو اوبو د (۷) حلقه څاګانو بنسټیز ترمیم او همدارنګه د دغه ولسوالۍ د اته پراختیايي شوراګانو کلیو کې د روغتیايي کیټونو ویش او د صحي ورکشاپونو دایرول شامل دي چې د یادې پروژې په بشپړیدو سره به د نوموړي کلي (۲۷۰۰) تنه اوسیدونکي په مستقیم ډول د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي او د نوموړو کلیو (۴۰۰) تنه اوسیدونکو ته د روغتیا ساتنې روزنې او صحي کیټونو ویشل کیږي.

Latest news

Thu, Mar 21 2024 10:12 PM
Background image

A check dam was handed over and put into use in Paktia province

The Ministry of Rural Rehabilitation and Development has completed the construction of a check dam in Zurmat District of Paktia Province at a cost of 4.9 million Afghanis. Today, in a. . .

Sat, Mar 16 2024 9:30 AM
Background image

331 various development projects have been completed and put into use by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development in kapisa province

These projects were carried out with the financial support of UNOPS and the Afghanistan Livelihood and Social Support Program office in Hisa Awal and Hisa Dowam districts of Kapisa. . .

BACK TO NEWS