ولسي تړون؛ د یوې غمیزي د پای ته رسولو لپاره یو پیل

mrrd_admin

ایوب خان مهمند د انصاري ها د پرمختیایي شورا رئیس دی، نوموړی یو زیار ایستونکی او د ډېرو لاسته راوړنو درلودونکی سړی دی. له هغه راهیسي چې نوموړی د انصاري ها شورا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، تر دې دمه یې د خپلې ټولنې پرمختیایي شورا لپاره له بېلابېلو  دولتي او نادولتي سازمانونو څخه ډېرې مرستې راټولې کړې دي.

د نوموړي په وینا، کله چې د دوی سیمه د ولسي تړون ملي پروګرام تر پوښښ لاندې راغله او شورا جوړه شوه، له دې پروګرام څخه یې خلکو ته د خدمت رسونې په برخه کې ډېر څه زده کړل. نوموړي له دې پروګرام څخه انګیزه واخیسته او ډېرې  پرمختیایي چارې یې په خپله د خلکو له ونډې او د دولتي او نادولتي سازمانونو په مرسته د ولسي تړون ملي پروګرام له مالي مرستې پرته ترسره کړې دي.


د شورا اوسېدونکي د یوه ټیم په توګه په ګډه کار کوي او د خپلې سیمي (محل) په کچه بدلون رامنځته کوي. د دې شورا یوه غړي خپله ځمکه د ښوونځي  لپاره وقف کړه او د شورا رئیس د ښوونځي د جوړولو لپاره خپلې ټولې هڅې وکړې چې په پای  کې ټول وتوانېدل په ګډه د دولتي  او نادولتي سازمانونو په مرسته د بي بي ثناور په نوم یو ښوونځی جوړ کړي. د دې ښوونخي یو شمېر ټولګي اوس هم څوکۍ نه لري او زده کوونکي یې پر غالیو ناست وي او زده کړې کوي. د دې ښوونځي زده کوونکي د بېوزله کورنیو غړي دي چې د معیاري  ښوونې او روزنې د سمبالښت مالي توان نه لري. د دې شورا رئیس هڅه کړې ده او د یاد ښوونځي زده کوونکو لپاره یې قلمونه، کتابچې او بکسونه چمتو کړي دي.

بي بي ثناور د هغه ښوونځي نوم دی چې د ښاري ښوونځي لږ څه معیارونه پوره کوي، خو د د ې ښووڼځي زړه سواندو ښوونکو  بیا له دې ستونزو سره سره هره ورځ له ۴۰۰ زیاتو هلکانو او نجونو په روزنه بوخت دي او د خپلې او د خپلو زده کوونکو راتلونکي ته خوشبین دي.

ښاغلي مهمند د نوموړې شورا د نالوستو یا کم لوستو مېرمنو لپاره  هم د خیاطۍ د کورسونو د ترسره کولو له لارې د ځان بسیاینې لاره برابره کړې ده. اوسمهال یو شمېر ښځې پر ځان بسیا شوې دي. د دې شورا رئیس د دې مېرمنو محصولات په ځینو ننداروتونونو کې چې وار دمخه ورته زمینه برابره شوې وه خپله د مېرمنو له لورې خرڅلاو ته وړاندې شوي دي چې له دې کار سره مېرمنو د پیاوړتیا او پر ځان د بسیاینې حس ترلاسه کړی دی.
د ښاغلي مهمند په وینا: د ولسي تړون ملي پروګرام زموږ لپاره یو ښه پیل وو او موږ ته یې سم لوری راوښود. په لومړي قدم کې یې موږ ته د پرمختګ او پرمختیا لاره راوښوده؛ موږ اړ نه وو چې د نورو په لاس کبان ونیسو، بلکې  زموږ اړتیا دا وه چې یو څوک موږ ته د کبانو د نېولو فن را زده کړي او د ولسي تړون ملي پروګرام  په سمه او رېښتیني توګه دا کار ترسره کړ.