د اوسپنیز هوډ مېرمن د بریا کیسه

content_manager
د اوسپنیز هوډ مېرمن د بریا کیسه

د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د شېراباد کلي د یو کور په ګوډ کې یوه خونه، چې خټین دیوالونه یې درلودل او د لمر د رڼا نه‌ورتللو له امله خونه یو څه تیاره وه، د بصیرې په نوم یوه پيغله، په‌دې خونه کې له خپلې یوې خور سره له ګهيځه تر مازیګر ناوخته خیاطي کوي. په‌دې خونه کې هر رنګ ټوکر خپور پروت وو، چې رنګونو به یې سترګې نیولې.

 

آغلې بصیره چې دنګه او ښکلې بڼه یې درلوده، پرته له دې چې کار ته دمه ورکړي، د خپل ژوند په اړه داسې وویل:

« زه بصیره له ښوونځي فارغه او د کورنۍ تر ټولو کوچنۍ غړې یم» دا هغه لنډه جمله وه، چې بصیرې راته وویل، خور ته یې په اشاره خپلو خبرو ته دوام ورکړ، زه او دوه خویندې مې یو ځای له ښوونځي فارغ شوي وو، درې واړه چمتو وو؛ چې پوهنتون ته ولاړ شو. خو دا چې پلار مو لږ عاید درلود او د ژوند ستونزې مو ډېرې وې او لا هم دي، نو د لوړو زده‌کړو له پېل څخه مو هغه مهال ډډه وکړه.  دا هغه ورځې وې، چې د‌ کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي  اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام کارکوونکي زموږ کلي ته نوي راتلل پیل کړي‌وو. د پروګرام په یوې غونډې کې له ګډون وروسته مې پرېکړه وکړه، چې د پروګرام په یو سپماګروپ کې غړیتوب ترلاسه کړم.  له څو میاشتو وروسته د پروګرام د کارکوونکو په لارښوونه مې له ګروپ څخه د پنځه زره افغانیو پور په ترلاسه کولو د جامو ګنډلو یو پایه ماشین او څو ډوله ټوکر واخیست او د ښځینه جامو د ګنډلو کار مې له خپلې یوې خور سره پېل کړ. ډېر وخت لا نه وو تېر، چې د کلي ډېرې مېرمنې د جامو ګنډلو په موخه زموږ کور ته راغلې. زما د جامو ګنډلو ستاینه یې وکړه، چې د هغوی ستاینو ما او زما خور ته د دې کاروبار په اړه هیلې را وبښلې.

 

بصیره ډېره ستومانه ښکارېده، خو پر شونډو یې موسکا وه. ځکه چې د هغه په زړه کې هیلې څپانده وې، د جامو ګنډلو لاسي ماشین ته یې دمه ورکړه، خور ته یې په اشاره یو ځل بیا وویل: «شکر دی اوس مې دواړه خویندې پوهنتون ته ځي او زه د سهار له سپېدو سره سم تر ماښامه کار کوم، تر څو وکولای شم د دواړو خویندو د زده‌کړو لګښت برابرکړم؛ نه‌پریږدم چې د بې‌وزلۍ له ‌امله هغوی له خپلو زده‌کړو څخه لاس واخلي»

هر څو که د بصیرې عمر ډېر زیات نه وو، خو ذهني بلوغ یې ډېر پخوا ترلاسه کړی وو. د هغې  په هره جمله کې یوه پټه کیسه وه، چې انسان یې حیرانولو. هغې د ډېرو ستونزو او خنډونو سره بیا هم خپل ژوند ته د ښکلا له ورکول لاس  وانه‌خیست او په دې برخه کې په کلک هوډ سره مخته روانه وه.

له بصیرې څخه مې د هیلو په اړه پوښتنه وکړه، چې د خپل ژوند لپاره دې څه پلان نیولی؛ د کاروبار او زده‌کړې لپاره کوم پروګرام لرې او که‌نه؟

 

هغې یو ځل بیا د ماشین  څرخ په لاس ټینګ او د ژبې په خوځولو پیل وکړ، وې‌ویل: « د جامو ګنډلو کاروبار ډېر ښه روان دی، اوس مې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لارې د ولسوالۍ بازارونو ته هم لاس‌رسی پیدا کړی. که خدای کول، په دې نږدو کې به ثابت فرمایشات له ښه ګټې سره ترلاسه کړم.که له دې لارې مې دومره پیسې ترلاسه کړلې، چې د خویندو د لګښت سربېره زما د لوړو زده‌کړو لپاره هم بس کېدل؛ نو هوډ لرم چې د حقوقو په برخه کې نوم‌لیکنه وکړم او د خپلو هیلو د ترلاسه کولو لپاره یو بل ګام پورته کړم»

بصیره د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي  اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې داسې ګټور پروګرام یې د شېر اباد په کلي کې پلي کړی. هغې زیاته کړه، افغاني مېرمنې او انجونې په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دولت او نړیوالو ټولنو د ملاتړ لپاره اړتیا لري؛ تر څو خپل برخلیک لکه څرنګه چې غواړی او ښایې هغسې ولیکي.