د تړون ورکولو پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د تدارکاتو قانون دري څلویښتمې مادې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا محترم وزارت په پام کې لري څو د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ د کج صمد بند د جیو تخنیکي او جیولوژیکي امکان سنجي مطالعاتو تړون چې MRRD-15/MOF/CS/RICAD/FAH/LB/1403 کوډ نمبر لرونکی ده د جیو انجنیرینګ امیتست شرکت ته په 16،328،000 (شپاړلس میلیون او درې سوه او اته ویشت زره افغانۍ) ورکړي.
حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر اوو (7) ورځو پورې د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې احکامو سره سم، نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته یاد شوي نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو، تړون به لاسلیک نشي.