په کابل کې ۱۸۰۰ زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوه
د کلیوبیراغونې اوپراختیا وزارتد ولسي تړون ملي پروګرام اقرا پروژې تر سیوري لاندې د کابل ولایت د استالف ولسوالۍ په خواجه حسن کلي کې د ۷.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۸۰۰ زده کوونکو ته د یوه ښوونځي په جوړولو سره د زده کړو وړ چاپیریال رامنځته شو.
دا ښوونځی ۱۰ ټولګي لري او د جوړیدو پرمهال یې لسګونو تخنیکي اوناتخنیکي کاریګرو ته د کار زمینه برابره کړې وه.