د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي پورونو او سپما د ټولنو سروې پیل شوه

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت مقام په حکم د پور ورکونې او سپما د کلیوالي اتحادیو ( ټولنو) چې د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا له ملي پروګرام سره تړاو لري سروې په پنځو ولایتونو( هرات، بامیان، بلخ، ننګرهار او پروان) ولایتونو کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د انسټټیوټ له خوا پیل او تر سره به شي. په دې سروې کې انسټټیوټ په تخنیکي ډول د یادو ولایتونو له ۵۰۰ اتحادیو (ټولنو) څخه ۱۷۵ اتحادیې په تصادفي ډول په نښه کوي او سروې به یې عملآ پیلوي. د یادونې وړ ده چې تر اوسه په یادو ولایتونو کې د کلیوالي اقتصاد د پرمختیا پروګرام ګڼې پروژې پلې کړي او ډیرې نورې یې د پلي کیدا په حال کې دي.