د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د لوګر ولایت د مرکز اړوند په عمرآباد کلي کې د (۸،۰۴۷) کیلو متره اسفالټ سړک او آبرو ساختمانونو د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-475 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-47336 ، D-40180 نمبر جواز لرونکی د برایټ بلدرز ساختماني شرکت او برادران شهزاد (مشترک) ساختماني شرکت ته په ټولیز ډول ۹۹،۷۸۲،۱۵۰.۰۰ ( نهه نوي میلیون اوه سوه دوه اتیا زره یو سل پنځوس افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
