د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هېواد په (۲۳) ولایتونو کې د (۲۱۵۳) بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

noor_admin
Sun, Sep 06 2026 10:57 AM
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تر چتر لاندې او د افغانستان د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په همغږۍ د هېواد د (۲۳) ولایتونو (۳۸) ولسوالیو په (۲۱۵۳) کلیو کې د شاوخوا (۸۷) میلیونه ډالرو په لګښت د بېلابېلو پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب او مل پلاوي له خوا پيل شوې.

په دې پرانیست غونډه کې چې د پنجشیر ولایت د مقام تالار کې جوړه شوې وه، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت  وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب، مل پلاوي، د دغه ولایت والي الحاج حافظ محمد آغا حکیم، د امنیه قومندان الحاج قاري احمدالله بدر، د کاپیسا ولایت د والي مرستیال مولوي اسدالله سنان، د پلې کوونکو او ملاتړ کوونکو مؤسساتو استازو، یو شمیر نورو مسئوولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر صاحب  د یادو پروژو د پلې کولو څرنګوالي په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې او وویل: دا نظام په ډیرو لویو قربانیو راغلی دی، موږ او تاسې باید د دغه نظام قدر وکړو او د شکر ځای دی نن په ټول هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ دی چې مونږ ته یې زمینه برابره کړې ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې پراختیايي پروژې پلې کړو.

همداراز محترم وزیر صاحب زیاته کړه چې خلک پر موږ حق لري چې مونږ ورته خدمت وکړو او د اسلامي امارت کارکوونکي دې په خپلو کارونو کې اخلاص وکړي او د مراجعینو ستونزو ته پروخت رسېدنه وکړي.

په دغو پروژو کې د کلیوالي سړکونو جوړول او رغول، د ويالو پخول، د اوبو لګولو کانالونو او کاریزونو جوړول او پاکول، د اوبو لګولو ساختمانونو، د محافظوي او ګبیوني دیوالونو، پلچکونو او پلونو جوړول شامل دي.

د یادو پروژو د کار په بهیر کې به زرګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې په اړوندو برخو کې د هېوادوالو ستونزې هوارې شي.

Latest news

Wed, Sep 23 2026 5:41 AM
Background image

معین امور آبادی دهات وزارت احیا و انکشاف دهات از دریای کنر دیدن نمود

بر اساس حکم ریاست‌ الوزراء امارت اسلامی افغانستان و فیصله معاونیت اقتصادی، وزرای محترم وزارت ‌های آب و انرژی، زراعت و مالداری، صنعت و تجارت، و الحاج محمد ارسلاح خروتی معین امور آبادی. . .

Mon, Aug 31 2026 6:43 AM
Background image

Coordination meeting held with representatives of institutions by the Ministry of Rural Rehabilitation and Development

A coordination meeting, led by His Excellency Al-Hajj Mullah Abdul Latif Mansour, Minister of Rural Rehabilitation and Development, was held this morning with representatives of. . .

Sun, May 17 2026 8:01 AM
Background image

The Honorable Minister of Rural Rehabilitation and Development met with the Ambassador of China and his accompanying delegation.

Honorable Alhaj Mullah Abdul Latif Mansoor, Minister of Rural Rehabilitation and Development, met today in his office with Mr. Zhao Xing, the Ambassador of China to Afghanistan, along. . .

BACK TO NEWS