د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري ترڅو د زابل ولایت د قلات ولسوالۍ په باکورزی (خیل غلام جان) کلي کې د (۸۲۰) مترو په اوږدوالي او (۲) متر عرض سره د استنادي دیوال د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-1394 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د D-38691 نمبر جواز لرونکی د تل ودان ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۱۲،۰۰۱،۲۶۰.۰۰ ( دولس میلیون یو زر دوه سوه شپیته افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
