د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ په بغلان ولایت کې د خوراکي توکو ویش
د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همکارۍ او همغږۍ، د افغانستان د ټولنیز پیاوړتیا (ASIO) مؤسسې له خوا د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) مرستې د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې پر ۱۳۱۷ اړمنو کورنیو وویشل شوې.
په دغه پړاو کې هرې کورنۍ سره ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۶,۲۵ کیلو ګرامه دال، ۴,۵۵ کیلو ګرامه غوړي , ۰،۵ کیلو ګرامه مالګه او د ماشومانو لپاره د خوار ځواکۍ توکو مرسته وشوه.