په میدان وردګو د یو میلیون افغانیو په لګښت ۳۸۵ متره اوږد کانال جوړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بهسودو اولې حصې ولسوالۍ اړوند د دشت قلعه کلي پراختيايي شورا لخوا د څه باندې یو میلیون افغانیو په لګښت ۳۸۵ متره کرنيز کانال بشپړشو.
یاد کانال ۱۸۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبوي او۴۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي ددې پروژې په ترڅ کې ځایي ۱۵۰۰ تنو تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو لپاره کاري ورځې هم برابری شوېدي.