په ننګرهار کې د ٢٩٦ متره استنادي دیوال چارې روانې دي
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه اییزی همغږۍ پروګرام(Regional Program) له لوري د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ لوخۍ کلي کې د ٨.٦ میلونه افغانیو په لګښت د ٢٩٦ متره استنادي دیوال د جوړیدو چارې ٣٥ سلنه مخ ته تللي دي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ٤٧٥٦ کاري ورځې رامنځته کیږي .اوپه جوړیدو سره به یې لسګونه کورونه ، یو ښوونځی ، لسګونه جریبه ځمکه او د اوبو یو کاریز د موسمي سیلابونو څخه خوندي شي.