په کاپیسا کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې شبکې کار روان دی
د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په قول بابر علیا کلي کې د ۲.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه چې په سولر سیسټم سنباله ده، ۲۲۵۲ متره اوږوالی، ۲۰ مترمکعبه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه، ۱۴ سولري تختېاو یو احاطوي دیوال لري. او په جوړیدو به یې ۶۴۴ کورنۍ د څښاک پاکو اوبوته لاسرسی ومومي.