په سمنګان کې ۴۷۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام لخوا د سمنګان ولایت د خرم او سارباغ ولسوالۍ اړوند په بابه قمبر کلي کې د ۲.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۴۷۰ کورنیو ته د څښا ک پا کو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره شوه.
نوموړې شبکه ۴۴۱۹ متره اوږدوالی د اوبو یوه ځمکنې زیرمه ۲۰ سولر پینلونه او ۱ لمریز پمپ لري. دغه شبکې ته ۱۳ نلکې هم جوړی شوېدي. د دې پروژې د کار په بهیر کې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته لسګونه کاري ورځې را منځته شوېدي.
