په میدان وردګ کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د محافظوي دیوال کار روان دی
د کلیوبیارغونې او پراختیاوزارت د سیمه یززو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په قول سنګي کلي کې د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۱۳۰ متره پوخ محافظوي دیوال د جوړولو کار۷۵ سلنه پرمخ تللی دی.
ددې پروژې د تطبیق پر مهال ۲۲۰۱ کاري ورځې رامنځته شوي او په جوړیدو سره به یې ۱۵۴۳ تنه له ګټو برخمن شي.
باید ووایو چې ددې دیوال په جوړیدو سره به ۱۷۵ جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه د نیزونو له ګواښه خوندي شي.