په کاپیسا کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز په زراعت عاشقان باغ امیر کلي کې د څه باندې ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه په سولر سیستم سنباله ده او یوه ۱۰ متر مکعبه زیرمه، ۱۴ سولري تختې، ۱۹۵۱ متره پایپ او د احاطې دیوال لري.
باید ووایو چې ددې شبکې په جوړیدو سره به د سیمې ۵۶۱ تنه اوسیدونکي د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمن شي.