په میدان ورګو کې د ١.٨ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو د یو کانال د رغولو چارې بشپړې شوې
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرنیزو ځمکو خړوبولو په موخه د میدان وردګو ولایت، جلریز ولسوالۍ په محمد نورخیلو سیمه کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ١٨٧ مترو په اوږدوالي د اوبو یو کانال او ٥٥ متره مافظوي دېوال تر رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د دې کانال په رغېدولو سره د سیمې اوسېدونکو ته ١٣١٠ کاري ورځې رامنځته شوي او همدا راز به له دې کانال څخه شاوخوا ١٥٠ جریبه کرنیزو ځمکو ته په سمه او منظمه توګه اوبه ورسیږي.
د یادولو وړ ده، چې له دې کانال د سیمې ٨٢ کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیمه توګه ګټه اخلي.
