په بدخشان کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ په دره قاق کلي کې د ۳.۶ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده دې وي چې په دې پروژې سره به ۲۴۴ کورنیو د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړ، د پروژې د تطبیق په ترڅ کې ۱۵۵ کاري ورځې هم رامنځ ته شوې وې.
