په کندهار کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې پروژې د جوړولوکار روان دی
د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ په ملا عزیزالله کلي کې د ۱.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبورسولو دیوې پروژې د جوړولوکار ۲۵ سلنه پرمخ تللی دی.
ددې پروژې د پلي کیدا په ترڅ کې به ۵۶۰ کاري ورځې رامنځته شي او تر بشپړیدو وروسته به ۱۱۰ کورنیو ته د څښاک پاکې او صحي اوبه برابرې کړي.
