په خوست ولایت کې د اوبو لګولو پروژه بشپړه شوه
په خوست ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د پروژې کار بشپړ شو. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت په مرکز پورې اړونده سیمه ضبطي ماڼۍ کې د ۱۰۳ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال، د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال او د اوبو لګولو پوخ سربند جوړ شویدي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۱۴۴ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۸۴۰ اوسیدونکي به ترې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې دغه پروژه د سیمې ۳۹۵ جریبه کرهڼیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.
