کابل کې د اوبو لګولو د کانال او د اوبو د چینې د رغولو کار روان دی
په کابل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د چینې او کانال د رغولو کار ۸۰ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د خاک جبار ولسوالي په کمري کلي کې د اوبو لګولو کانال او د اوبو چینې رغول کیږي.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۲۶ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۷۸۴ کسه ترې ګټه پورته کړي. دغه پروژه به د ځايي بزګرانو ۱۰۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راولي.
