په ننګرهار کې د ۱۲میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۶۳ متره استنادي دیوال کار بشپړ شو
د کلیوبیارغونې اوپراختیا وزارت د سیمه ییزې همغږۍ دفتر له لوري د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په انار خیل کلي کې د ۱۲میلیونه افغانیو په ارزښت د ۵۶۳ متره استنادي دیوال کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شو.
ددې دیوال په جوړیدو سره ۳۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه د نیزونو له ګواښه خوندي شوه.
