په کاپیسا کې د ۲۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۰۶ کیلومتره کانکریټي سړک جوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له مراد خواجه تر چهار اسیاب کلي پورې د ۲۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۰۶ کیلومتره کانکریټي سړک جوړولو کار روان دی.
ددې پروژې په ترڅ کې لسګونه کاري ورځې رامنځته شوي او په بشپړیدو سره به یې د سیمې د خلکو ډیرې ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
