په هرات کې د کلیوالې اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د فعالیتونو بهیر
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د هرات ولایت په ګذره، کرخ، روبات سنګي او انجیل ولسوالیو په کلیوالي پرمختیایي شوراګانو کې ۲۱۰ ښځینه او نارینه سپما ګروپونه، د پور او سپما ۶ کلیوالي اتحادیې د ۲۵۰۰غړیو په ګډون جوړ کړل.
همدا راز، د ۱۳۰سپما ګروپونو او د ۶۰ اتحادیو غړو ته یې د پور او سپما د کتابدارۍ روزنه ورکړې ده.
سربېره پر دي، په دې وروستیو کې د ولایتي کارکوونکو لخوا په هرات ولایت کې ۱۵ اتحادیو ته بانکي حسابونه هم برانیستل شوي دي.
