په ننګرهار کې د محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالي په سې پای کلي کې له معیارونو سره سم د ۵۶۰ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال جوړیږي چې کار یې ۲۵ سلنه مخ ته تللی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۶۳۶۴ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۴۵۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشپړیدو به هلته نه یواځې پراخه کرنیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړل شي.