په روزګان کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محافظوي دیوال جوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په کوګرک سفید خار کلي کې د نږدې ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۲۶ متره اوږد محافظوي دیوال د جوړیدو کار ۱۵ سلنه مخکې تللی دی.
په دې پروژې سره ۱۵۵۷ کاري ورځې رامنځ ته شوي چې په بشپړتیا سره به یې ۵۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه شي او ۲۵۰ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.
