په فاریاب کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیې جوړې شولې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار اړوند کلیو کې له ۲۷ سپما ګروپونو څخه د پور او سپما ۲ کلیوالي اتحادیې جوړې کړلې.
همدا راز، ۱۵ اتحادیو ته بانکي حسابونه پرانیستل شول او د سیمه ییزو کارکوونکیو لهخوا د څارنې په موخه د ۱۲ اتحادیو لیدنه ترسره شوه.
