په خوست کې ۶۰۰ متره اوږد کرنیز کانال ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت مرکز اړوند د ټګانو کلي پراختيايي شورا لخوا د ۱.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د يوه کرنیز کانال، چې ۶۰۰ متره اوږدوالی لري د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، چې په جوړېدو سره يې د ځايي خلکو ۵۰۰ جريبه کرنيزه ځمکه خړوبېږي. له دې کانال څخه ۷۴ کورنۍ ګټه اخلي، چې تخنیکي او او نا تخنیکي کاریګرو ته یې ۱۸۳۴ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.
