په ننګرهار ولایت کې د ۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۵۰ متره کرنیز کانال د جوړیدو کار روان دی .

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د ننګرهار ولايت په کامې ولسوالۍ کې د د څه باندې ۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹۵۰ متره کرنیز کانال د رغولو چارې روانې دي. دغه کانال د ولسي تړون ملي پروګرام تر سیوري لاندې د کاسا ۱۰۰۰ ټولنيز ملاتړ پروګرام له لوري د زرمنډۍ شورا لپاره منظور شوی، چې په جوړېدو سره به يې۵۰۰۰ زره جريبه ځمکه خړوبه شي. په دې کانال کې ۲۰ حقابې د (اوبو د وېش دروازې) هم جوړېږي چې په ترڅ کې به یې تخنیکي او نا تخنیکي کاریګرو ته ۴۲۰۰ کاري ورځې رامنځته شي.