د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې ۲۸۶ کورنیو ته د څښاک صحي اوبه برابرې شوې
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاست له لوري د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په ثور او قزلسوي کلیو کې د داکار موسسې په مالي مرسته د څښاک د اوبو یوه ستره شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د څښاک اوبو رسولو دا شبکه ۱۸ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د اوبو د ذخیره کولو دوې اوسپنیزې ذخیرې لري، چې یوه یې د ۱۰۰ مکعب مترو او بله یې د ۴۰ مکعب مترو په حجم د اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري او د دې دوو کلیو ۲۸۶ کورنیو ته یې د څښاک صحي اوبه برابرې کړې.