په هلمند کې د غړیتوب د ترلاسه کولو ابتدایې روزنه ورکړل شوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري په هلمند ولایت کې د جوړ شویو ۱۵سپماګروپونو ۲۲۰ تنو غړو ته په ګروپ کې د «غړیتوب د ترلاسه کولو» روزنه ورکړله.
د پروګرام موخې، د پیسو د سپما لارې چارې او د هغو ارزښت او د پورونو د راکړې ورکړې موضوعات، د روزنې برخوالو ته تر بحث لاندې ونیول شول.
