په بادغیس کې د اوبو رسولو د یوې شبکې کار بشپړ شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د بادغیس ولایت د مرکز اړوند قرقیطوي کلي کې د څښاک د اوبو د زیرمو د جوړولو کار بشپړ شو.
دا پروژه چې د سکیم پایپ له ډولونو یوه ده د ۱.۶۴ کیلومتره لیږدونکې مجرا درلودونکې ده، او په پاخه ډول جوړه شوې ده.
د یادولو وړ ده چې د یادې پروژې په ترڅ کې ۲۳۷۴ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۲۵۳۳ تنه اوسیدونکي ترې ګټه پورته کوي.