په کاپیسا کې د ۲۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۰۶ کیلو متره سړک د جوړیدو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ له مراد خواجه له کلي تر چهار اسیاب سیمې پورې د ۲۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲.۰۶ کیلو متره کانکریټي سړک او د هغه د اوبو ایستلو د جوړښتونو د جوړیدو کار روان دی.
د دې پروژې په ترڅ کې لسګونه کاري ورځې رامنځ ته شوي او تر بشپړتیا وروسته به یې د سیمې د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې تر ډیره هوارې شي.