د ولسي تړون ملي پروګرام مونږ ته دا رازده کړل: «اضافی لګښتونه باید له مینځه یوسو»

mrrd_admin
د ولسي تړون ملي پروګرام مونږ ته دا رازده کړل: «اضافی لګښتونه باید له مینځه یوسو»

د پنجشیر ولایت دشتل ولسوالي درویدره کلي ۷ سیمې لري چې ۲۰۸ کورني پکې ژوند کوي . پدې کلی کې د ولسي تړون ملي پروګرام د زده کړو په لارې اچولو ورورسته په تیره بیا دعوایدو او لګښتونو (سوري منګې ) اړونډ فعالیتونو له ترسره کولو څخه خلکو پریکړه وکړه هغه ملاماتونکې لګښتونه چې له کلونو، کلونو راهیسې په کلي کې د خلکو دبدبختې او د کورنیو د خورې وري کیدو لامل کیده ، هغه کم کړې .

د زیانمونکې پراختیايی ډلې د کمیټې مسؤول او د کلي د پراختیايی شورا یوتن غړې ښاغلی عبدالسلام داسې وویل :

« زمونږ په کلي کې د (سوری منګي ) دفعالیتونو د ترسره کولو مخکې د دواده او مړي په مراسمو کې  د بیوزلو خلکو له پاره بیځایه لګښتونه ملا ملاتونکې وه ، پدې کلی کی د بیوزلو خلکو عواید په یوه کال کې که هر څومره زیات شي له (۶۰۰۰۰) زره افغانیوڅخه  نه اوړې ، پداسي حال کې چې دغه خلک د خپل زوې د واده له پاره له (۵۰۰۰۰۰) افغانیو نه زیاتې پیسې باید ولګوي او دا د کورنیو د بربادی لامل کیږي. زموږځوانان په دې هیله چې دواده له پاره پیسې برابرې کړي ، بهرنیو هیوادونو ته مهاجر شوي، نو له همدی امله مونږ له فرصت نه په استفادې سره  له خلکو سره مو خبرې وکړې څو دغه لګښتونه کم شي »

 

د کلي او د کلي د پراختایي شورا په کچه د یو لړناستو وروسته ، بالاخره داسې پریکړه وشوه څو یو شمیر لګښتونه کم شي. د بیلګي په توګه : خلعتی یا د ناوی خپلوانو ته د جامو ورکول چې د واده په لګښتونو کې شامل دي په قطعي توګه له مینځه لاړاو همدارنګه د ناوی جهیز۵۰ سلنه راټیټ شو .

 

همداراز «د پوښتني په ورځ » یعني د نکریزو شپې نه یوه ورځ مخکې چې د یوه شمیر څیرمه کلیوزیات خلک رابلل کیدل او زیات لګښت یي درلود ، له مینځه لاړ او یوازې د ناوي او زوم د نږدې خپلوانو رابلل استثنا شول .

 

په همدی توګه د شیریني خوري (کوژده) دود چې شاوخوا (۱۵۰۰۰۰) زره افغانۍ لګښت یي درلود، کاملآ له مینځه لاړ .

 

( د مړي ښځیدو وروسته ) دریمه چې شاوخوا (۱۰۰۰۰۰) افغانې لګښت یي درلود ، ۵۰٪ ته راټیټ شو او د جمعې ورځې دود چې عزا دارانو ته یو بیځایه لګښت ؤ ، هم له مینځه لاړ.