په سمنګانو کې ۱۳۲ متره استنادي دیوال او ۲۴ متره د اوبو د سربند کار جریان لري
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د ۹ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د سمنګانو ولایت مرکز آینچهی کلي کې ۱۳۲ متره استنادي دیوال او ۲۴ متره د اوبو د سربند کار جریان لري.
ددغې پروژې په تطبیق سره به ۵۲۲۹ کاري ورځې رامنځته شي او د بشيړېدو په صورت کې به یې د سیمې ۲۴۵۰ کسان له ګټې مستفید شي.
دغه پروژه به د نوموړې سیمې په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو د منظم خړوب څخه برخمنه کړي او د خلکو کورنه به د سیلابونو د زیان څخه وژغوري.
