په خوست ولایت کې د سړک د پخولو کار روان دی
کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۱۲.۹۴ کیلو مټرو په اوږدوالي د سړک د پخولو کار روان دی، چې ۴۵ سلنه یې چارې بشپړې شوې دي.
دغه سړک د ملي بودیجې له لوري تمویلیږي او خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ په حصارک کلي کې جوړیږي، چې تخنکیي او ناتخنیکي کارګرو ته به ۲۲۲۳۱ کاري ورځې رامنځته او په بشپړیدو سره به د سیمې ۲۶۱۸۰ خلک ګټه ترې پورته کړي.
یاده پروژه به د اوسیدونکو د تګ او راتګ سربېره د دوی د زراعتي توکیو د لیږد په برخه کې هم آسانتیاوې رامنځته کړي، چې له امله به یې د دوی په اقتصادي رغیدا کې مثبت اغیز رامنځته شي.