په سرپل ولایت کې د ۴.۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو د یوې شبکې د جوړولو کار روان دی

د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو، روغتیاساتنې او اوبو لګولو ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت په مرکز خارکش کلي کې د څښاک اوبو په برخه کې د یوې پروژې کار جریان لري.
ددې شبکې په جوړولو سره به ۳۵۰ کورنۍ او د خارکش د کلي د ښوونځي زده کوونکي به د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی پیدا کړي.