په پنجشیر کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې پروګرام له لوري د پنجشیر ولایت د درې ولسوالۍ په کنسار کلي کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې سولري شبکې هوکړه لیک د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا د رییس او اړوندې شورا تر منځ لاسلیک شو.
د دې شبکې په بشپړتیا سره به ۲۶۰ کورنۍ د څښاک له پاکو او صحي اوبو برخمنې شي.
