په کاپیسا کې د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ کیلومتره سړک د کانکریټولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ملي لارجوړونې پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت نجراب ولسوالۍ له باغ امان تر متان دره پته کلي د ۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ کیلومتره سړک د کانکریټولو کار روان دی.
ددې پروژې په تطبیق به د سیميې د خلکو ډیری ستونزې هوارې شي.