په تخار کې له ۳۶۰ اړو کورنیو سره د ۸۱۶ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې
د ولسي تړون ملي پروګرام د خوراکي موادو د بانکونو له لوري دتخار ولایت د مرکز تالقان اړوند په باغک، خواجه مختار، کوسه ها، نواباد ګنج علي بیک، حاجي ملا عبد الکریم، غریب بچه، جمعه غل بابا، حاجي عبد العزیز، مسجد تعلیم القران، وحدت اباد او ایشان های چشمه شیر کلیو کې له ۳۶۰ اړو کورنیو سره د ۸۱۶ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
دا مرستې د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهي پروګرام (SIG) او کلیوالو له خوا چې اوړه، غوړي، وریجې، بوره، چای او صابون په کې وو پر اړو خلکو وویشل شوې.
