په بغلان کې له ۴۲ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري له ۴۲ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د بغلان ولایت مرکز د قا ضي کلي د پراختیایي شورا لخوا د خوراکي توکو مرستې وشوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې شامله وه، کلیوالو ته وړاندې شوې پدې مرستو کې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه وویشل شول. د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، د شتمنو خلکو لخوا د بې وزلو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.
