په کندهار کې په تیرو دریو میاشتو کې ۲۰ زره کورنیو سره د خوراکي توکیو مرسته شوی

د کندهار د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې په تیرو دریو میاشتو کې ددغه ولایت د ۱۲ ولسوالیو ۲۰ زره کسانو سره د خوراک د نړیوال سازمان او ANCC له خوا د خوراکي توکیو مرسته شوې ده.
دا مرستې په اوسنیو ستونزمنو حالاتو کې له اړو کورنیو سره ډیرې ارزښتناکې دي او د هغوی ګڼې ستونزې یې هوارې کړي.