د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو په شخصي لګښت له سلو اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو په خپل شخصي لګښت له هغو سلو کورنیو سره چې د کرونا ناروغۍ لاامله یې سرپرستان بې دندې شوي وو او د عاید سرچېنه یې نه درلوده، د خوراکي توکو مرسته وکړه په دې مرسته کې یوه بوجۍ وړه، یوه بوجۍ وریجې او غوړي شامل ول ، چې اړمنو کورنیو ته نن وویشل شول.
