بدخشان کې له ۱۷۰۰ اړو کورنیو ته د څه باندې ۸۳ متریک ټنه غنمو د ویشلو لړی پیل شوه
پر ۱۷۰۰ بیوزلو کورنیو دڅه باندې ۸۳ متریک ټنه غنمو د ویشلو لړی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د ۳۴ کلسترونو اړوند د ۱۸۵ کلیو د پراختیایي شورا ګانو د غله جاتو بانکونو له لوري د بدخشان ولایت په مرکز فیض آباد کې پیل شوه. د غنمو ویشل د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې د افغان کلستر په کوربه توب او د ولسي تړون ملي پروګرام د بدخشان ولایت د اداري واحد، د بدخشان د ولایت مقام او په دغه ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا او د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ریاستونو په همغږۍ پیل شوې چې دغه مرستې به په راتلونکو ورځو کې هم روانې وي. د یادونې وړ ده چې په دغه عملیه کې به هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرام غنم وویشل شي.
