په کندهار ولایت کې د اوبو رسولو دوې لمریزې شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ الصحې د پروګرام له لوري د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت سره چې د دولت له بودجې نه د مالیې وزارت لخوا ورکړل شوې، د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ په تلوکانو کلي کې د اوبو رسولو دوې لمریزې شبکې جوړې او د ځايي خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې سره، د څه باندې ۲۰۰ کورنیو لپاره چې پخوا یې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه درلودې، د څښلو پاکې اوبه په کورنو کې برابرې شوې.
