د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د اوبو لګولو د چک ډیم پروژه بشپړه شوه
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د چک ډیم پروژه چې څه باندې ۷ میلیونه افغانۍ پرې لګیدلي بشپړه شوه.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۸۱۱۳ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راوستې چې ۷۳۵ ځايي اوسیدونکي به ترې ګټه اخلي.
